غزل

نه يي زه نه مې هغــــــــــــــه شې بيلولی 
وايه څــــــــــوک د ځانه زړه شي بيلولی

که هر څو د  زيارتونو مالګـــــــــه څټي
باوري يم چې مي نـــــــــــــه شي بيلولی

لوی قوت د صداقت لرم پـــــــه زړه کې
صداقت د سيند اوبــــــــــه شي بيلولی

زه او ته لکه کابل او پيښـــــــــــــــور يو
نور مو څنـــــګه او په څه شي بيلولی ؟

چې په زړه يي بازاري تياره خواره وي
شفق دا خلک ډير ښــــــــــه شي بيلولی
یاسین شفق