پسرلي ته!

په سر يې وړي خروارونه واورې

غر څنګه لوند خولې خولې ولاړ دى

باران باران وږمې يې زړه كې اوري

پكې هر ګل په وازې خولې ولاړ دى

ښكلا ځلا كړي پكې ستورو غوندې

خو غر تك تور په څېر د شپې ولاړ دى

¯¯¯

اوري له غره نه غرنۍ سندرې

شپون له شپيلۍ څخه لمبې اوروي

ابشار له كاڼو سره سر جنګوي

شاوخوا سپينې ائينې اوروي

¯¯¯

رابه شي سپينې مهاجرې مرغۍ

خاموش ماحول به ټول نغمه نغمه كړي

غوټۍ به پرانيزي تڼۍ د ګريوان

مړژواند روحونه به وږمه وږمه كړي

سرو لباسونو كې به ګرځي پېغلۍ

كنګل زړګوتې به لمبه لمبه كړي

¯¯¯

راځي كوچيان به په موسكيو شونډو

په شنو غونډيو به كېږدۍ لګوي

رمو له سترګو به ځلا ورېږي

پر شنو، شنو بوټو به خولګۍ لګوي

پر چاودو شونډو به كوچۍ جنكۍ

پاڼه د ګل لكه پټۍ لګوي

سږ کال پرې ډېرې واورې وورېدې

پښې به د خړې وچكالې ماتې كړي

خداى خو دې دومره ګلان وخندوي

چې پېغلو پښې لار كې غوټې ماتې كړي

خداى خو دې هغه سپرلى نه راولي

چې ګل ګل څانګې مو ږلۍ ماتې كړي

نورالله غازی یار