دمازدیګر له لمانځه وروسته ملا صیب پرټولو کلیوالو غږ وکـړچــې لږ کښیني او زما څوخبرې واوري . له دعا وروســته ملا صـیب ودریـد او
غاړه یې تازه کړه.
وروڼو: کله چې دخلکو ګناهونه زیات شي او دالله تعالی نافرماني کوي
نو الله تعالی (ج)پرې ډول ډول عذابونه نازل کړي زلزلې ،توپانونه،ږلۍ
سیلابونه اونور... تاسو ګورﺉ چې پوره شپږمیاشتې وشوې چې د باران
څاڅکی مو پر سترګو نه دی لیدلی باران دخدای رحمت دی اواوبه خــو
دانسان دلومړنیو اړتیاوو څخه دټولو په سر کې راځي لکه څنګه چې الله
سبحانه وتعالی فرمایلي دي چې ما ټول شیان پر اوبو ژوندي کړي دي
نوله انسان نه واخلۍ بیا تر ونو بوټو پوري ټول پر اوبو پاییږي چې اوبه
نه وي ته وا ژوند نشته تاسو وګورﺉ هاغه دتوت ونه چې په سره اوړي
کې یې څنګه پاڼې زیړې زیړې اومړاوې دي او زمونږ دکلي څـــاروي
دڅښلو اوبه نه مومي هغه بله ورځ مې دسالو ماما میښه لېدله چې دکلــي
دجبې په کوز سر کې یې لمدې خټې پر ژبه څټلې داټول الله تعالی دانسان
پر ګناهونو نیولي دي ګني دبې ژبو څه ګناه ده.
نو محترمووروڼو! وایي دانسان ګناهګار پر ناغه خلاصیږي او دخدای
ګناهګار پر توبه نو راځۍ چې ټول لکه دتېر په څېرسبا بیا په یوه غږاو
یواتفاق دغره په خوا کې هماغه رزغي (میدان)ته راټول شواوداستســـقا
لمونځ وکړو او الله تعالی ته توبه وباسو او زارۍ ورته وکړو ګوندې الله
تعالی مو توبه قبوله کړي او زمونږ پر حال رحم وکړي او بارانونه وشي
کلیوالو پر یوه غږ دملا صیب مشوره بدرګه کړه ډېره ښه ده ملا صــیب
مونږ ټول چمتو يو.
ماښام یوځلې بیا ملاصیب خپله خبره تکرارکړه اوله دعاوروسته خلک
خپلوخپلوکورونوته روان شول شمشېرخان هم خپل کوچنی زوی له لاسه
ونیوو او ورو ورو دخپل کور پر لور روان شو.
ایرک ماما پرې له شانه غږ کړ یاره شمشېرخانه!دا زوی دې ورځ پرورځ
کمزوری کیږي چې دا ولې ؟
شمشېرخان اوږده ساه واخیسته اوخپل ماشوم ته یې ولــیدل اوبیـــا یې
ایرک ماما ته مخ کړ. ایرک ماما پدې کې دپوښتنې څه خبره ده ګـــورې
نه دا څه حال دی وچه وچکالي ده که هم وچکالي دا پنځه کاله کیږي چې
مونږ ورسره لاس او ګریوان یو خو دا شپږ میاشتې خو بیخي په بـــاران
پسې سترګې ړندې شوې اسمان کې وریځې راشي توره تیاره جوړه کړي
اوښه غړمبهار راټيټ کړي ته وا اوس به دا ټوله سیمه یوسي خو شیــبــه
وروسته فقط یو څوڅاڅکي راپریوزي اونور نوباد ورپسې جارو راواخلي
او وريځ له کلکتې تېره کړي. دا دوړې دا ګړدونه اودڅښاک دپاکو اوبـــو
نشتوالی ټول دناروغیو زیږنده دي اوبیا داهم پریږده زما دازوی خوډوډۍ
کمه اوکوچ مستې اوشېدې زیاتې خوري دا درې ورځې مخکې به خــبــر
وې چې برګۍ غوا مې له لوږې مړه شوه زمونږ خو برګۍ غـــوا ســمــه
دشیدو چینه وه.نورې غواګانې مې هم ایله پښې په ځان پسې راکاږي.
سهار یې غره ته وشړو اومازدیګرماښام بیرته تش نسونه کور ته راستنې شي په سپین ټکي پسې مو سترګې ووتې
ایرک ماما سوړ اسویلی وویست او پر خپله سپینه ږیره چې دویښتانو رنګ یې ژېړ اوښتی ولاس راتېرکړاو وایي یاره شمشېر خانه څه به وایو ګناهګار به یو
بس دعا کوﺉ چې الله تعالی دې دخېر بارانونه وکړي ګني نورنوډېره
رټه شوه څاروي لا پریږده چې مونږ دلمبلو او مینځلواوبه نه موموته یقین
وکړه چې نن اومه ورځ ده چې د اوبو دنشـتوالي له امله مې غــسل نه دی
بدن مې ټول اغزي اِغزي دی .بس شمشېر خانه دادی زمـونږ کورراورسید
راځۍ ماښامې ماسره وکړﺉ .
شمشېر خان له ایرک ماما څخه د ست کولو مننه وکړه او خپل کور ته چې دکوڅې په بر سرکې وتېر شو. کور ته دننوتوسره سم یې پر خپلو څارويو
سترګې ولګیدې چې پر خپلوتشوپمپیو(اخورونو)ولاړ وو ورتېر شو اوپــر
ژېړه غوا یې دشفاقت لاس راښکلو څه وکړو دا به دالله رضا وي ګـني دا
حال خومې والله کـه دربانــدې پــیرزو شي بس انشآالله ســبا بیا داستســقا لمونځونه کوو ګوندې ستاسوغاښــونه هم شنه شي. نېغ برنډې ته تېـر شو
او خپل کمکی سلیم یې له لاس نیـولی پرپتکووخـیژولو او خپـلې دیـارلس
کلنې لورته یې غږ کړدرخو لورې اوبه راوړه چې ډېر تږی یم.
درخوهم بې له ځنډه اوبه په جام کې راوړې خوچې څنګه یې پلار پر اوبو سترګې پریوتې نویې وویل یره درخوګلې لورې داخوډېرې خړې پړې دي
لږې رڼې اوبه نه وې داخو ټوله خاورې دي.
درخوګلې خپل ټیکری پرټټر راسم کړ او وایي پلارجانه لوړ مازدیګر و
چې دجبې چینې ته تللې وم خو هلته دنجونو ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وه اوهرې
یوې هڅه کوله چې خپل منګی له بلې مخکې ډک کړي خو زه په دې ټیــل
ماټیل کې ایله ماښام نږدې و چې پر دې برلاسې شوم چې خپل منګی ډک
کړم نو بیا راسره دومره وخت نه و چې داوبو رڼیدو ته صبر وکړم اولــه
ما وروسته هم څو نجونې لا پاتې وې نو همدا نیم ساعت مخکې مې راوړي
دي او خاورې یې لا تل ته نه دي ناستې.
شمشېرخان زړه نازړه یوڅوغړپه له ستوني تېر کړل اوخواکې پراته کټ
کې یې ډډه واچوله او میرمنې ته یې غږکړ:
فیروزې! څه دې پاخه کړي دي ؟
فیروزې چې وروستی نغــن (ډوډۍ) یې پرتـبۍ اړولوشمشـېر خان ته وویل
سړیه خپله ښه پوهیږې چې کور کې څه شته برګۍ دې خــپله ولیده چې لــه
لوږې یې سر کیښود او دتل لپاره یې له مونږ نه ځان بې غمه کړ.
ژېړه غوا هم خپله وینې چې ځان نه شي وړی نو مونږ ته به څه راکړي
همدا لږه شیبه مخکې مې هڅه وکړه چې که څه سپین ټکی پکې وي تــرې
راویې لویشم خو دجام مینځل پرې ډېر و
شمیر خان په داسې حال کې چې خوا پروت بابوزی یې راواخیست اوځـان
ته یې تاولوخپلې مېرمنې ته وویل . فیروزې ما دځان لپاره نه ده ددې وړو
غم راسره دی دومره شېدې هم نشته چې سلیم ته پکې ډوډۍ واچوې؟
فیروزې خپل لاسونه له اوړو ومینځل او بل لرګی یې نغري ته ورتېر کـــړ
او دیوې اوږدې ساه په بدرګه یې میړه ته وویل: چې څه واﺉ نو به له سلیم
نه سپومولولی داسترګې مې ترې جار شه او دا زړه مې ترې قربان شه.
شمشېرپه تسلي امیز اواز ورغبرګه کړه بس انشاءالله لږوخت دی خدای
مهربان دی بارانونه به ووریږي سبا که خېر و ټول کلیوال دغره په رزغي
کې بیا داستسقا لمونځونه کوي .
فیروزې ډوډۍ راوړه اوویې ویل شین چای ښه دی که تورچې ورته پوخ یې کړم .
شمشېرخان خپل لاس پرتندي راتېر کړ او وایي شین یې ورک کړې له تور
سره او تور یې ورک کړې له شین سره زړونه موشنه شول همداسې وچ
نغن راکړه چې ګرم یې وخورم .
سبا سهار وختي دروازه وټکیده درخوګله ورغله که ګوري دایرک ماما
لمسی ولاړ دی اودرخو ګلې ته وایي بابا دې چیرې دی؟
درخوګله: بابا مې کور کې دی څه خبره ده.
دایرک ماما لمسي تورګل وویل په منډه ورشه او ورته ووایه چې زمـــونږ
چپی غوایي مرداریږي چړې دې راواخلي چې ژر یې حلاله کړو.
شمشېر خان په منډه دایرک دغو کور ته ورغلو خو لکه چې نا وخته شوی
و غوایي ساه ورکړي وه .
شمشېر د ایرک سره له روغبړه وروسته وویل دغوایي پرمرګ دې ډېرخفه
شوم خوڅه وکړو دا به دالله تعالی رضا وي . راځه چې ورځودکلي خلک به
راوتلي وي نن خو داستسقا لمونځونو ته ځو کنه.
ایرک خپل لمسي ته دمړه غـوايي بهر ته دویـسـتلو توصـیه وکـړه اوخــپله
دشمشېرخان سره بهر ووت .
بهر کلیوال لږ لږ راغونډ شـــوي وو او دنورو دراوتلو او راتـلو انتظار یې کاوه خو دکلیوالو تر منځ له هـرڅه ګـرمه موضوع دڅارویو مړه کیدل وو
چې پدې ورځ دایرک ماما دغوايي په ګډون شپږ څاروي له منځه تللي ول
چې پکې داصیل خان دوه خسکي اودزرین چې په زرو مشهور و یوازنی
هـغه آس چې ده پــرې دبانجاره ګۍ سودا خرڅــوله دتاج بر لنګه غوا او
دمسعود جان دقلبې غوايي شامل وو.
په کلي کې دڅارویو مړه کېدل څه نوې خبره نه وه خو نن ورځ یې لـــه
نورو ورځو شمېر زیات و نور کله به یودوه یا درې وو خو نن پوره شپږ
څاروي دکجیرانو خوراک شوي وو.همدا وجه وه چې نن په دې موضــوع
خبرې تودې وې.
کلیوال ورو ورو راټولیدل او بالاخره داستســقا د لمانځه ځــای ته روان شول ټولو په ګډه داستسقا لمونځونه ادا کړل او له لمانځه وروسته یې دباران
دوریدو دعاګانې وکړې
پرهمدې ورځ مازدیګربیااسمان له وریځوډک شوغـړمبـهارشوخـو دیوڅـو
څاڅکوله راپریوتو وروسته هماغه باد وچې وریځې یې تالا والاکړې اودنیا
یې په دوړوونیوه .
پرسباورځ په کلي کې یونوي افت سر راپورته کړداصیل خان دوه کلـــن
زوی دنس ناستې او کانګو پرناروغۍ اخته شو.
په کلي کې یو بې لایسنسه ډاکټرموجود و چې یو واړوکی غوندې درملتون
یې درلود دکلي اوسیدونکو کار پرې روان و دملاریا،ټوخي اونور ناروغان به ورتلل خوکله چې اصیل خان ورته خپل زوی یووړ نو سرفراز چې دکلي
اوسیدونکو به ورته ډاکټر صیب ویل اصیل خان ته وویل چې ستا ماشوم پر
کلورا اخته شوی دی دﺉ ډېر ژر باید دښار روغتون ته ورسول شي ګني
ژوند یې په خطر کې دی .
اصیل خان له ډېرې بې وسۍ ورمیږ وګراوه او ویې ویل چې ډاکټر صـیب
ښارته بوتلل خو پرروپیو کیږي ما سره دومره پیسې چېرې دي چې زه دده
درملنه په ښار کې وکړم .
سرفرازدبـل ناروغ لاس ونـیوو اواصیل خـان ته یې وویل وروره بس زه دومره ویلی شم چې دماشوم ژوند په خطر کې دی ښه به داوي چې ښارته
یې ورسوې که ځان خرڅوې که مال خو زه دده له علاجه عاجز یم.
اصیل خپل ماشوم په غېږ کې واخیست اوبیرته کورته راغی .
ایرک ماماچې داصیل دزوی پوښتنې ته ورغلواصیل خان ته یې وویل چې
څه وشول .اصیل خان ویل بس ایرک ماما خدای ته به صبر کوو نور نــو
چاره نشته ډاکټر وایي چې روغتون ته یې ورسوﺉ ګني دماشوم ژوند پـــه
خطر کې دی خوما سره روغتون ته دتلو روپۍ کومې دي.
ایرک ماما ورته وویل بختوره چې تا سره نشته نو زه خو مړ نه یم ځـه چې
رسوو یې . اصیل ویل خدای دې درسره ښه وکړي ایرک ماما او خدای دې
زمونږ کلی ستاسو غوندې له نېکو خلکوڅخه نه خالي کوي.
په کلي کې دموټراسانتیا نه وه نوځکه مجبورشول چې تر یوه ځایه ماشــوم
په غېږکې یوسي.خوبس خدای دې دخوارانو مل شي له څه مزل وروسـته
ماشوم په غېږ کې بې حسه شو.اصیل خان ماشوم وښوراوه اوپرایرک ماما
یې چې دده سره ملګری وغږکړ ایرک ماما! دماشوم حالت خو ماته ښــــه
نه ښکاري بې حرکته غوندې شو اولکه چې ساه هم نه اخلي .
ایرک دماشوم لاس ونیوو اوبیایې پر سر ورته لاس کیښود اودې سره یــې
یوسوړ اسویلی له خولې وویست . اصیل خانه خدای دې دزړه صبردرکړي
نور نو وړاندې تلو ته حاجت نشته راځه چې بیرته ستنیږو . اصیل په ډیره
وارخطایۍ دایرک ماما سترګو ته وکتل ولې ایرک ماما څه وشول؟
ایرک ماما خپله پګړۍ پر ســر راســمه کړه او ویل یــې اصــیل خانه خپله هوښیار سړی یې خدای دې داخېرت اوهغې دنیا په ښه درولي ماشوم خپل
پور پرې کړی دی.
اصیل خپل زوی ته وکتل اوبیایې کلک په ټټر پورې ونیوو اوله سترګو یې
داوښکو باران پر وریدو شو.
ایرک ماما اصیل ته یوځل بیا تسلي ورکړه او ماشوم یې دهــغه له غـېږې
واخیست او بیرته دکلي پر لور رارهي شول.
په اصیل څه تېریږي او دماشوم پر مور څه تېریږي دا یو بېل داستان دی
له هغه تېریږو اویوازې دومره وایم چې داصیل خان دزوی ښیسته خان پر کلورا اخته کیدل ددې وبا پیلامه وه.
له هغې وروسته به هره ورځ یو دوه یا درې ماشومان پلرونو میندوښارته
روان کړي وو.یوازې ماشومان نه وو چې ددې وبا ښکار شوي وو بـلکه
لویان هم ترې بچ نه وو پاتې. له خلکو نه دڅارویو،فصلونو اوونوبوټوغم
هېرشواوټول دځانونوپر ویر اخته شول .
داسې ورځ به ډېره کمه وه چې په دې کلي کې دې له کوم یو کورنه واویلا
اوژړا نه راتله چې بالاخره کلیوال پردې مجبور شول چې داســې یوپــلان جوړکړي چې ددې بلا مخه ونیسي .
یوه ورځ ایرک ماماکه څه هم غریب ؤخویوداچې په عمر کې له ټولوکلیوالو
مشر ؤ او له بله اړخه پوه هوښیار اوتجربه کار ؤ دکلي ملک ته ورغلــو
اوهغې ته یې دبلا دمخنیوي وړاندیز وکړ .
ملک صیب یې وړاندیز په ورین تندي ومنلو او ایرک ته یې وویل چـــې
څنګه کیدی شي چې ددې بلا مخه ونیسو ته څه چل وښیه نور نو بیا زما
دادولت اوسړي دڅه لپاره دي .
ایرک ماما له ملک صیب نه پرمننه پرخپله سینه لاس کیښوداوویل یې چې
ژوندی اوسې ملک صیب بس خبره دومره سخته نه ده فقط ستاسو یو امرته
اړتیا ده چې دکلي ملا ته ووايې چې په جومات کې اعلان وکړي لکه څنګه
چې خلک داستسقا لمانځه ته راټول شوي وو يو ځل بیا راغونډ شي اوپـــه
ګډه سره یوې پرېکړې ته ورسیږو. ملک وویل ایرک ماما بالکل مې درسره خوښه ده همداسې به کیږي اوس څو بجې دي ته ساعت وګوره ایرک ماما
وویل دولس نیمې نږدې دي . ملک وویل بس داسې وبوله چې دا کار وشو.
دانن ماسپښین به ملا ته ووایم چې دمازدیګراوماښام دواړو لمونځونو څخه
وروسته دا اعلان وکړي بس ته بې غمه اوسه ایرک ماما!
ملــک صیب په موټی کې وټوخیدو او ایرک ماما پاڅیدو اوویې ویل بـــس
دماسپښین په لمـانځه کې به بیا ســره ګوروملک صیب زه درنه اوس لاړم
ملک وویل چې غرمه ده دا  دتلو وخت دی ډوډۍ ماسره ماته کړه بیابـــه
ځې. ایرک دملک څخه دست مننه وکړه او رخصت شو.
ماسپښین ملک ملا ته امـر وکړچې دمازدیګر او ماښـام په لمانځه کـې پدې اړه اعلان وکړي.
ملا صیب خپلې تسپې له یوه لاسه بل ته واړولې او ویل یې پر سترګو ملک
صیب همداسې به کیږي انشاءالله.
دمازدیګرله لمانځه وروسته ملاصیب پاڅیدواود یوڅوایت اوحدیث وروسته
یې څو دیني خبرې وکړې او ورپسې یې کلیوالو ته سبا دراغونډیډو خبرتیا
ورکړه تر څو دکلورا دوبا دمخنیوي څه لاره چاره ولټوي .
کلیوالو په یو غږ دملا صیب خبرو ته هرکلی وویلو او ټولو سبا ته هماغـــه
رزغي ته دراغونډیډو ژمنه وکړه .
شپه تېره شوه سهار لکه دپخوا په څېر ټول کلیوال دکلي مخ ته راغــونډیډل چې ملک صیب هم په داسې حال کې چې دڅو باډیګاډانو له خوا بدرګه کیده
راغلواو دراتلو سره سم یې غږ کړ کلیوالو راځۍ چې ورځو دغونډې ځای ته او هغه څوک چې لا نه دي راوتلي هغه دې هلته راپسې وروسته راځــي
ملک صیب مخکې او کلیوال ورپسې دغونډې ځای ته روان شول .
له کلي څخه تر دغره ورزغي ته دومره لاره نه وه په لسو پنځه لسو دقیقــو
ورسیدل او تر نیم ساعته پاتې کسانو ته انتظار شول کله چې ټول راورسیدل
نو غونډه پیل شوه ملا صیب دقرآن عظیم الشان څو ایتونه تلاوت کـــړل او
دهغې ترجمه یې وکړه اوورپسې یې داتفاق او اتحاد په اړه ښــې مفصـــلې خبرې وکړې چې ورپسې وار دملک صیب شو .
ملک چې جګ شو نو فقط دومره یې وویل چې ایرک ماما دې زما خواته راشي ایرک چې ډېر لرې نه ؤ بې له ځنډه دملک صیب خواته ورغلو.
ملک کلیوالو ته مخ کړ او ویې ویل چې ایرک ماما زما له طرفه وکیل دی
دی دې خبرې وکړي .
ایرک ماما دملک صیب او نورو کلیوالو نه په بښنه خپلې خبرې پیل کړې.
کلیوالو! وایي چې عیان ته څه بیان دی دادی نږدې اوه میاشتې وشوې چې
باران مو په سترګو نه دی لیدلی فصلونه ، ونې،باغونه او څاروي هــرڅه
مو له لاسه ورکړل خو وایي چې سر ژوندی وي نو خولۍ ډېرې دي خـو
اوس مو پر سر هم راغله که ددې بلا مخه ونه نیول شي نو عواقب به یې ډېر بد وي که زما منۍ نو داسې به وکړو چې دکلي له خوابه یواســـتازی
وټاکواوولایت ته به یې ولیږوهلته به هم دولایت مقام سره پدې هکله خبرې
وکړي اوهم به دخیریه مؤسسوله مسؤلینو سره  به وګوري تر څو مونږ سره
ددرملو او ناروغانو په نقلولو کې مرسته وکړي.
له کلیوالو نه یوتن پاڅیدو اوویې ویل چې ایرک ماما ګل خبره دې وکـړه
خو داسې سړی به څوک وي چې هم دې کار لپاره مناسب وي اوهـم دې
درانه پیټي ته اوږه ورکړي ؟
ایرک وویل زما په نظردا چې پخپله ملک صیب ونه کړي نو بل به څوک
وي چې ددې وړتیا ولري.
پدې کې ملک صیب یو ځل بیا غاړه تازه کړه او ویې ویل چې زما سردې
له کلیوالو قربان وي زه که ملک یم خو ستاسو پرسر ملک یم خــو اصــلاً
خبره داده چې تاسو خپله ښه پوهېږﺉ چې زه له الف نه په بې نه پوهــیږم
نو دا کار باید داسې څوک وکړي چې لږ ډېر په تور ټکي ککړ وي.
خو یوه خبره به زه دا وکړم چې مالي لګښت به زه پر غاړه واخلم .
کلیوالو یو بل ته وکتل چې څوک به دا کار وکړي .
پدې دخلکو له مینځه مامور صیب جګ شو او ویې ویل ملک صیب داکار
به زه وکړم . مامور صیب چې نوم یې محمد علي ؤ خو کلیوالو به ورته
مامور صیب ویل چې دپنځه پنځوسو کالو په عـــمر به ؤ. محــمدعلي ته
خلکوځکه مامور صیب ویل چې پخوایې چېرته دکرنې په وزارت کــــې
دماموریت دنده تر سره کړې وه خو اوس بې روزګاره ؤ.
ملک ویل چې ډېره ښه ده مامورصیب ددې کار لپاره به له تاسو مناسب
سړی به بل کوم وي چې دې خدمت ته غېږه ورکړي ته خو الحمدلله یــو
تعلیم یافته یې او بل دحکومت په ادارو کې بلد یې او له قانونه خبر یـــې
مونږه ټولو درسره خوښه ده که څنګه کلیوالو؟
کلیوالو هم ټولو دملک خبره تایید کړه .
مامور صیب وویل چې ددې کار لپاره باید مونږ لدې ځایه قانوني کړنـې
پیل کړو اوهغه دا چې زه به یوه عریضه دوالي اوبله دبې پولې ډاکـټرانو
دمؤسسې پر نوم ولیکم او دکلي ملک او نور مشران دې پرې لاسلیکونه
او ګوتې ولګوي .
ملک وویل مامور صیب مونږ نورپه څه نه پوهیږو ته عریضه ولـــیکه
بس زمونږ ګوتې سر له دا اوسه شنې واخله.
مامور صیب چې قلم او کاغذ یې له ځان سره درلودل اسره یې ونه کـړه
او یو خوا دعریضو لیکلو ته کیناستو.
کلیوالوپخپلو مینځونو کې مجلسونه او بحثونه پیل کړل بس نور نو څه وو
خو هر چا له وچکالۍ سر ټکاوه او یو بل ته په ورپیښ شــوي زیـــان یې خپګان ښکاره کاوو.
پدې کې نیم ساعت  تېرشوچې مامور صیب عریضې چمتو کړې اوکلیوالو
ته یې دګوتولګولولپاره وړاندې کړې کلیوالودملک اوملاپه ګډون عریضې
لاسلیک کړې او دې سره ملا صیب لاسونه پورته کړل چې کلیوالـــو هـم ورسره په یو اتفاق لاسونه اوچت کړل ملا صیب له ټولو مخــکې دبـاران دوریدو او دکلورا دناروغۍ دختمیدو دعاګانې وکړې اوورپسې داتفاق قایم ساتلو دعاګانې وکړې چې ټولو کلیوالو په امین بدرګه کړې چې ورســره غونډه پای ته ورسیده اوټولوڅادرې څنډوهلې ملک اوملا مخکې اوکلیوال
ورپسې دکلي پر لور رارهي شول.
سبا سهار مامور محمد علي دولایت پرلور وخوځیدواو کلیوالو ټولوهیـــله لرله چې مامور صیب به حتماً یوښکلی زیری له ځان سره راوړي.
اخېر هغه وخت راورسیدو چې دکلیوالولس ساعته انتظارته یې دپای ټکی
کیښودو مامورصیب راغلواو رښتیا هم چې ښکلی زیری یې له ځانه سره
درلود .
دمازدیګر دلمانځه پر وخت چې کلیوال په جومات کې راغونډ شـــوي وو
ټولو دا تلوسه درلوده چې کله به له مامور صیب نه ښکلی زیـری اوري .
اخر مامور صیب خوله پرانیسته اوویې ویل کلیوالو ستاسو لپاره ښـــکلی
زیری دادی چې ما دولایت له مقام سره وکتل اوعریضه مې ورته وړاندې
کړه هغوی هم موافقه وکړه خووروسته بیایې داخبره وکړه چې ستاسوکلی
دغره په ډډه کې دی اومخکې ورته خوړ هم راځي نوزمونږ موټرونه هلته
څنګه تلی شي په خوړ کې ډېرې زیاتې اوبه دي اوموټر پکې ښخیږي .
خو ما ورغوڅه کړه اوورته مې وویل چې په خوړکې اوبه واﺉ نو بیا ولې مونږ تاسو ته عارض کیدومونږهلته دڅښاک اوبه نه لرو او تاسې دموټرو
دښخیدو خبرې کوﺉ نو هغوی بیا موافقه وکړه اوویل یې چې سبا ســـهار وختي به زمونږ یوڅوکسیزپلاوی ستاسو کلي ته درشي اوهمداډول مـــې
دبې پولې ډاکټرانو دمؤسسې له مسؤلینو اوچارواکوسره هــم وکـــتل چې
هغوی هم په سرکې دخوړ له اوبو سر وټکاوو خوچې ورسره مې دلـــیل
ووې نو قانع شول اودلته دراتلو ژمنه یې راسره وکړه.خوبس دعــا کوﺉ
چې خدای دې نن باران ونه کړي ګني هرڅه به په سیند لاهوشي.
هغه کلیوال چې شپږ میاشتې یې په لمونځونو سوالونواوزاریوتېرې کړې
وې اوتل یې دباران دوریدوغوښتنه کوله نن ټولو دباران دنه وریدوسوال
کاوه ټولوحتی په کورونو کې هم دماښام لـه لمـانځه وروســته دا دعاګانې
کولې چې خدای نن باران ونه کړي دخلکو سره نن ډېره ویره پدې پيـــدا
شوه چې اسمان له وریځو ډک ؤ اوتورې اوسپینې لړې پکې ایخوا دېخـوا
تاویدلې پخوا به کله چې وریځې راغلې نـوباد به تـرې مخـکې شو خـونن
دباد هډو درک نه لګیدو.
دماښام د ډوډۍ پروخت تالند بریښـنا اوپه اسمـان کې پړکـې ورو په ورو
زوراخیستوچې ناڅاپه غټ غټ څاڅکي راپریوتل اوټولوویل خدایه خـېر
خدایه خېرخواسمان خپله چاره پیل کړه چې باران په شیــبواوتیزو شیـــبو
دځمکې مخ واخیست چې پکې یونیم دږلۍ غوټکی هم ؤ دوه ساعته باران
داسې په درز کې ووریده چې تېرشپږ کاله یې چاساری نه ؤلیدلی.
لارې کوڅې له اوبوډکې شوې خټین بامونه ځای ځای سوري شول.
دشپې دلسو بجو په شاوخوا کې داسې زورور سیلاب راغی چې دخوړ په
دواړو غاړو اوبه واوړیدلې .
سهارچې کلیوال له خونو راووتل دنیا پر بل مخ اوړیدلې وه لارې خرابې
شوې وې توی (خوړ) کې اوس هم ښې پریمـانې اوبـه بهیدلـې خو تقریباً
اوس نیمې رڼې شوې وې
بس هغه دمامورصیب خبره که باران راغی نوزمونږهیلې به په اوبولاهو
شي همهغه څه وشول چې له څه نه دوی په ویره کې وو.
کلیوال ټول مایوس مالومیدل او پردې ورځ ښه پریمانه څاروي مړه شوي
وو خو پر هغه دچا پروا ځکه نه وه چې دا اوس یوه عادي خبره ګرځیدلې
وه . ښایي الله تعالی اوس ددوی غږ اوریدلی وي او ددوی داستسقالمځونه
قبول شوي وي او الله تعالی خلکو ته دا ورښودلې وي چې زه هرڅه کوی
شم وبا راولم هـم زه  وبا لـرې کونکی هم زه یم که څه هم د مؤســسو او
ډاکټرانو لارې به بندې شـوې وي خوالله دوﺉ ته دا وښـودله چـې ددې وبا
مخه زه پخپله نیولی شم.

                                              غلام رباني فیاض
                                          متحده عربي امارات العــــین