پرمخ تګ                                                          

دادی اوس نو نیزدې ولس کاله کیږي چې دعربو په دې بې الفته هیوادکې اوسیږم .

زما ملګری  رښتیا وایې ښه ډیر بدلون راغلی په ماشومتوب کې به مې په نرۍلښته باندي پښه اړولې وه

اوځغستل  به  مې  او س په کال کې یو مرسدیس موتر بدلوم

 پخوامې جیب نه درلود اوس په مختلیفوبانکونوکې دحساب څانګې لرم 

چې وطن ته کله ناکله په رخصتۍ ولاړ شم نو خلک مې سترګې ښکلوي ځکه چې په هم دې سترګومې د(خدای ج) کعبه

لیدلې اوهم مې پرې د (حضرت محمدص) مزارلیدلی هغه هم په یوو وارنه په بیابیا

 پخوازماپلار دنورو کروندګروو اوس زموږخدایزده چې څومره کروندګرګرځي

 واده مې هم له هغې نجلۍ سره شوی کومه چې زما خوښه وه ځکه چې شته من وم دنجلۍ پلارزما د لوټونو په قدرپوهیده ځکه خو دنه منلو سوال نه پیداکیده 

که رښتیادرته ووایم کله چې په ششیز لیفټ کې کومې جګې ودانۍ ته خیږم  نو زه پخپله هم حیران شم

په وطن کې زما ټوله سوارلي دخره په شاه وه یابه مې دسون لرګي پرې راوړه ایاهم شپتله اوبوس

 هم دا  دلیلونه  دي چې ملګری مې راته وایې چې یاره تا ډیر بدلون مندلی اوښه پرمخ تګ دې کړی دبدلون خبره یې ورسره منم 

خو دغه دپرمخ تګ خبره یې سمه نه راته ښکاریږي زما په ګومان پرمخ تګ ښایې یو بل څه وي داخوبازاردی ولس کاله

وړاندي زه مزدوروم اوس له ماسره خلک په مزدورۍ بوخت دي

هغه مهال پیسي راسره نه وې خو دې ځوانۍ په دم مې غرهم متولای شو

اوس مې پیسې ډیرې دي خو ځوانې رانه کډه  کړیې کارنه کوم خو څه شی خورم هم نه دزړه تکلیف دشکرې

ناروغي او دوینې لوړفیشار دونۍ ډیرې ورځې مې له ډاکترانو سره په صلاح  اومشورو تیریږي دډیروپیسو په زورمې ډیر ه ښایسته ځان ته واده کړه

خودډیرو مصروفیتونو له وجي هغه په کلونو کلونوزما دلیدو  لارې څاري دموراوپلارمینه  دورڼواوخوندو قرابت کورکلی هرڅه رانه پاتې دي خلک ماته دیوو هو ښیارسوداګر په نظر ګوري خو ماته ځان ملا نصرالدین ښکاریږي دخلکو په نظرپه لیږوخت کې مې ډیر څه  وګټل خو زما په ګومان دډیر  لیږڅه په خاطرمې ډیر څه  له لاسه ورکړل .

                                              ۲۰۱۰/۲/۵    غضري    سعوىي عرب ساجر