غوټۍ به چې سحر له خوبه ویښه شوه اول به یې هغو ګلانوته اوبه اچولې چې ستوري د تګ په وخت کې ورته پرېښي وو۔ غوټۍ هغه ګلان دکټ ښي اړخ ته بره په کړکۍ کې په  یوه خاورینه ګلداني کې ایښي وو. بیا به دغلې کوټې ته لاړه د ستوري کوترو ته  به یې دانې راوخستې ،دخپلې کوټې مخې ته به یې ورته و شیندلې،د ستوري کوتروبه دغو ټۍ په سر پروازونه شروع کړل غوټۍبه دکوټې په دروازه کې لاس ترزنه  ورته کیناسته دکوترو ننداره به یې کوله غوټۍ دپلارله مینې په وړوکوالي کې محرومه شوې وه ځکه یې مور ډېره نازوله غوټۍ ته به یې مور ویل چې لورې ستا واده به ستا په خوښه کیږي۔  دغه خبره دې پلار ماته د ځنکدن په وخت کې کړي وه. دغوټۍ سره اننګي به وغوړیدل. په غټوتورو سترګوکې به  یې د خوښۍ اوښکې راپنډې شوې،او د ځان سره به یې پټ وویل که ستوری د عربستان نه راغی نو انشاء الله مورې ډېره زر به مې درنه په سره ډولۍکې یوسي . اودځان سره به په خیالونوکې ډوبه شوه .
بله ورځ دکلي څو مشران د غوټۍ کورته راغلل . دغوټې تره سلیم کاکا سره په حجره کې کیناستل ۔ له لږ ځنډوروسته سلیم کاکا کورته راغئ . اود غوټۍمور ته
یې غږ کړ. ګلپاڼې دلته راشه، یاګل پاڼې دلته راشه ، کاردرسره لرم دادی درغلم بس دایوه پیاله مینځم.دغوټۍ مورګل پاڼه دسلیم کاکا خواته ورغله .سلیم کاکا ورته وویل  جبار دکلي مشران رالیږلي دي غواړي چې زمونږ سره دښمني پرې کړي . د غوټۍمور په نیمه کې خبره ورپرې کړه ۔ دجبار نه خوتا ورور وژلی نوڅنګه به یې پرې کړي  . سلیم کاکا وویل چې د کلي مشران وایي چې تاسو به په قصاص (دبدوپه بدل )کې جینۍ ورکوئ  څنګه دې خوښه ده چې غوټۍ پکې ورکړو۔ګل پاڼې په ژړاغوني غږ کې  وویل غ'غ'غ'   غوټۍ ۔   "ولې" له دې سره ګل پاڼه  چوپ شوه .سلیم کاکا وویل تر څوبه موټوپک په غاړه کې پروت وي تر څو به ځان ته زړه خورو ښه دا چې خلاصه شي.بیا یې په  ورو وویل صبر چې غوټۍ راروانه اوبېرته حجرې ته ستون شو . غوټۍ په لاس کې ائینه نیولې وه په رنګارنګ مریویې سنګارکړې وه غوښتل یې چې مور ته یې وروښایي .غږ یې کړمورې وګوره څنګه ائینه  مې جوړه کړې، داخبره یې لا خلاصه نه وه چې چوپ شوه غوټۍ د مور په سترګوکې اوښکې ولیدې نو ائينه  یې پرېښوه اومورته یې وویل مورې ولې ژاړې څه شوې دي .مور یې وویل نه لورې نه ژاړم ،غوټۍ بیا وویل وایه مورې څه شوې دي ته لکه زما نه خبرې پټوې .غوټۍ په مورډېر زور راوړچې د ژړا وجه ورته وښایي .اخر یې مور مجبوره کړه چې ټوله  خبره ورته وکړي۔موریې خبره ورته شروع کړه ۔ دغوټۍ رنګ ورو ورو ژېړیده .اود سترګو له کونجو یې یوه یوه اوښکه په  مخ راروانه وه.اخریې چیغه کړه مورې نه  تاسو څومرہ بې رحمه خلک یې ولې زما ارمانونه قتلوئ اخرولې له دې سره غوټۍ بې خوده راپرېوته . د غوټۍ ټولې همځولې دغوټۍ کورته راغلې دغوټۍ نه چارچاپېره کېښناستې دهرې یوې په اننګوداوښکو ملغلرې راوریدلې ،یو داسې منظر یې جوړکړی وولکه غوټۍ چې مړه وي . له لږ ځنډوروسته دغوټۍشونډې ورپېدې.د اوښکو سره سم یې د ستوري نام بیا بیاله ځان سره تکرارکړاودهمزلوویر یې لا تودېده.اخر غوټۍ په هوش کې راغله .موریې دنورو نه بېله کړه.مورته یې وویل ای مورې! تا ته خو مې پلار جان ویلي وو چې دغوټۍ واده به دغوټۍپه خوښه کیږي تا ولې د پلار جان خبرې هیرې کړې کاشکې چې پلارجان مې ژواندی وای نو دغه خبره به یې هېڅکله نه وای منلي  مورې لږ خوزما له زړه نه هم تپوس  وکړه چې زما زړه څه غواړي .بیایې وژاړل  .مور یې چوپه ناسته وه یوازې یې اوښکې په مخ راتلې نور یې هېڅ نه وئیلې .غوټۍ په  قهرسره ورته وویل  مورې زه د ستوري په تمه ناسته یمه او ستوری زماپه تمه مااو ستوری هېڅوک نه شي  بېلولای اوکه زمونږمینځ ته څوک د راتلوکوښښ وکړي نوزه به دځان قاتله شم .مور یې وویل لورې خدای به  خیر کړي.زه دسلیم کاکا سره خبره کوم.موریې دسلیم کاکا خوا ته ورغله .اوورته یې وویل کاکا غوټۍ یې نه مني غوټۍیوازې زما د وراره په اړه فکر کوي ،سلیم کاکا یې خبره ورپرېکړه .بس کړه تا د حده ووتې ځان ته دې فکر دی چی ته څه وایې .که بیا یې دستوري نام د خولې نه راووت نو دخپله لاسه به یې ووژنم .او اوس هېڅ نه  شي کیدای ځکه چې ما دمشرانو سره خبره خلاصه کړې ده راتلونکي هفته به جبار غوټۍدځان سره بوځي .ګل پاڼه په  ژړا دسلیم کاکاله څنګه جګه شوه .دغوټۍخوا ته وراغله غوټۍ ته یې وویل  : ای لورې اوس هېڅ نه شي کیدای .ګل پاڼه ددې خبرې سره سمه د کوټې نه ووته .غوټۍ په ډکوډکو سترګو خپل صندوق راخلاص کړ.دستوري نښې  او د واده له پاره یې چې کوم رومالونه جوړ کړي ووټول یې دځان مخې ته کېښودل،ځان سره به  یې وویل چې داخو ماستوري ته جوړ کړي نو دغه به زه ستوري ته نه ورکوم؟ویې ژاړل ټول یې  رواخیستل په یوه رومال کې یې کلک وتړل .او د ستوري کشره خور یې راوغوښته ورته یې وویل مسکاکه ستوری راشي نو دغه رومال به ستوري ته ورکړې ۔مُسکا او غوټۍ یوې بلې ته لږ په ډکو سترګو وکتل  او مسکاخپل کورته لاړه.غوټۍ بېرته کوټې ته دننه شوه هغه جوړه یې واغوسته چې ستوري ته به یې خوند ورکاوه.اوهغه ګوتې یې هم په ګوته کړه چې ستوري په غلا ورکړي وه.دکوټې نه راووته په برانډه کې په یوه زاړه پوزي کېښناسته ۔اوهغه ائینه یې راوخېسته چې د ائینې په څلورکونجونو کې د اسمان ستوري انځور کړی وو.په دې وخت کې دغوټۍ مورګل پاڼه راغله ګل پاڼې چې کله غوټۍ ولیده نوډېره حیرانه ودریده۔په دې وخت کې سلیم کاکا کور ته راغی او ګل پاڼې یې یواځې راوغوښته .ورته یې وویل  تا خو وئیل چې غوټۍ یې نه مني ۔ وګوره غوټۍ څومره خوشحاله ده.سلیم کاکاغوټۍته  غږکړ.غوټۍ لورې دلته راشه دځان سره لږې سړې اوبه له منګي نه راوباسه.غوټۍ  زړه نه زړه ورپاڅیده.اوبه یې وروړې ،سلیم کاکا په یو ساه اوبه وڅښلې.دیو سوړ اسویلي څخه وروسته سلیم کاکا وویل غوټۍ لورې دا به د خدای ج خوښه وي .ته که زما له کوره ووزې خو زماله زړه نه شې وتلی .او د سلیم کاکا په سپینه ږیره د اوښکو څاڅکي راتوی شول  .سر یې په بالښت کېښود او ویې وئیل لورې  ورځه دا زما ټوپک کوټې ته  یوسه .غوټۍ دلږ فکر نه وروسته  ټوپک راواخیست دکوټې په لور روانه شوه .ټوپک یې په کوټه کې د سلیم کاکاکټ سرته راځوړند کړ. د کوټې نه  راووته د ستوري کور ته په کنډاؤ کې ورودریده د سترګونه  یې غبرګې غبرګې اوښکې راتوی شوې.بېرته راکوزه شوه.په کور کې کله  یوې خواته او کله بلې خواته تله او راتله .او په یو سترګه به یې سلیم کاکا ته کتل او په بله به یې مور جانې ته کتل په دې وخت کې سلیم کاکا دکټ نه جګ شو اود ارام لپاره حجرې ته روان شو.غوټۍ د غلې کوټې ته لاړه دستوري کوترو ته یې دانې راواخیستې ورته یې وشیندلې .د ګل پاڼې چې ورته پام شو ورته یې وویل لورې ولې دې په سره غرمه کوترو ته دانې واچولې ولې سحر درنه هیرې شوې وې . نه مورجانې دغه مې د سبا لپاره ورته واچولې .موریې ورته وخندل اې زما ساده لیونۍ لورې ځه ارام وکړه غرمه ده اومور یې دجامو په مینځلو اخته شوه . پدې وخت کې غوټۍ کوټې ته راروانه شوه.دلږځنډه وروسته په کوټه کې درز شو . درز سره سم د ستوري کوترې ولوتې ۔مور یې په چیغو چیغو کوټې ته ځان ور وراسوو۔ګوري چې غوټۍ سلګۍ کوې . مور یې غوټۍ راوچته کړه داسې یې په غېږکې ونېوه لکه څوک یې چې ترینه په زوره کشکاږي . د غوټۍ ساه  یې دمورکۍ په غېږ کې وخاته .غوټۍ د تل له پاره خپل ژوندته د پای ټکی کېښود
 ورځ دقیامت نه کمه نه ده
مور یې لګیا ده لور ته زنې ورتړینه