نا اشنا شاعر

تالار د چک چکو اوازونه په سر اخیستی و. د هر شاعر شعر له چکچو سره بدرګه کېده. هر شاعر په دې انتظار و چې نوبت زر ورشي او خپل شعر خپلو مینوالوته واوروي.

د غونډې په وروستیو شېبو کې وار داور باران ته ورغی. هغه دې ښار کې مسافر و. هغه له بل ولایت نه دلته د زدکړې لپاره راغلی و. کله چې زه مشاعرې ته تلم، له هغه نه مې غوښتنه وکړه چې راسره لاړ شي، ځکه چې هر ځل چې به زه کومې مشاعرې ته تلم، راته به يې ویل چې ما هم له ځانه سره یو سه. دهغه په دې ښار کې یو کال پوره کېدونکی و، مګر په دې یو کال کې هغه یو ملګری هم ځانته نه و پېدا کړی.

لنډه دا چې د غونډې ویاند وار هغه ته ورکړ:

د غونډې په دې برخه کې بلنه ورکوو داور باران ته چې د سټېچ سر ته راشي او خپل شعر دې د غونډې ګډونوالو ته واوروي!

ما د داور باران ټول شعرونه لوستي و. هغه ازاد شعر لیکه. د هغه په شعرونو کې د فارسي ژبې د شاعرانو رنګ له ورایه ښکارېده، سبب يې دا و چې هغه په هرات کې پاتې شوی و او مطالعه يې د فارسي ژبې زیاته کړېوه.

کله چې د غونډې ویاند د داور نوم واخېسته، ما ورته کتل چې په رنګ کې يې فرق راغی. ماته يې را وکاته. ما يې په اوږه لاس کښېښوده او په سترګو مې ورته اشاره وکړه چې لاړ شه.

هغه چابک چابک د سټېچ خواته لاړ. د سټېچ په سر يې مایک ځانته سم کړ، لومړی يې له خپله جبه هغه کاغذ را وویسته چې شعر يې پرې لیکلی و او بیا يې د غونډې ګډونوالو نه اجازه وغوښته.

دستور همداسې و، له هر نابلده او نا اشنا شاعر سره همدا کانې کېدې. ګډونوال ټول هغه ته غلي ناست و او د هغه سترګو ته يې کتل.

هغه په خپل ټول شوق سره خپل ازاد شعر په ځوانو ولولو سره دیکلومه کړه. دومره اوږد نه و، شعر يې زر خلاص شو. خلکو ته يې وکاته. په دې انتظار و چې خلک به ورته لاسونه وپړکوي، مګر چا دا کار ونه کړ. ما  د هغه په سترګو کې د مایوسۍ نښې له ورایه لیدلې. په همدې حال کې د تالار له وروستي برخې څخه یو د پوخ عمر سړی چې د تندي ویښتان يې نه و او سپېنې جامې يې په تن وې، را پورته شو او داور ته يې لاسونه وپړکول.

داور له همغه سړي نه مننه وکړه او له سټېچ نه نیغ زما څنګ ته راغی. کله چې زما ترڅنګ کښېناست، د هغه شوخې له مخې چې زما او د هغه ترمنځ و، راته يې وویل:

په دې ټول تالار کې یواځې همدا سړی په شعر او شاعرۍ پوهیږي، دا نور ټول هسې خوشې راغلی او ناست دي.

ما ورته مخ واړوه او بې له ځنډه مې ورته وویل:

بخښنه غواړم، هغه شاعر نه دی، هغه یو ارواح پوه دی.

 

لیکوال: شیرین اغا جهانګیر

۱۰-۰۷-۲۰۱۱

جلالکوټ