زه د امن اور کې سوځم
ستا د امن لاره ډکه له لمبو ده
ستا د سولې شعارونه بې مانا دي
زما سپرلی سپرلی ماحول دې لولپه کړه
زاڼې زرکې ستا له لاسه په ژړا دي
د خپل جنګ له تاترې شمه وتلی
ستا د سولې له سايې نه امان غواړم
د حالاتو کشمکش سره عادت یم
ستا د عدل فیصلې نه امان غواړم
ته د اور لمبه په اور وژلی غواړی
د رڼا هره زره دې ترږمۍ کړه
ما د شپې تیارو ته ارت خپله سینه کړه
په لوی لاس دې اراده زما لیونۍ کړه
ستا د سولې د کاروان د آسو پښو ته
زمونږ ګلونه ماشومان شول پاڼې پاڼې
ستا د تورې د ګذار لاندې جلاده
څه بې وسه انسانان شول پاڼې پاڼې
ای بې رحمه د ټوپک خوله دې شه ماته
نورنو مه شینده اورونه توره شپه ده
ماشومان دې د ابد په خوب ویده کړل
ورته وران دې کړه کورونه توره شپه ده
دا د کوم جرم سزا ده چې دې راکړه
توره شپه کې دې ډیوه راځني یوړه
اوس خپل ځان ته هم د شک په نظر ګورم
تا د شناختې آینه راځني یوړه
ستا د ژبې هر یو لفظ ډګ له فریبه
ای د سولې ترجمانه رنګ دې ورک کړه
ما لیدلې ستا څهره ترنقاب لاندې
سوله نه غواړمه ورک شه جنګ دې ورک کړه
شیرین اغا جهانګیر
۶ میزان ۱۳۸۹
۲۸ سپټمبر ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد