ګمان مې هم نه کاوه

چې به زما له زړه

او زما له زهنه

ستا دا سرکشه زورور یادونه

دومره آسانه

دومره زر

خپلې شیندلې ریښې

ټولې کړي

او

کډه وکړي

خو اوس پوهیږمه  باور لرمه

چې  د حالاتو حادثو پر وړاندې

بغیر له خدایه نور نو هرڅه کې بدلون راتلی شي

 

شیرین اغا جهانګیر

۳ میزان ۱۳۸۹

۲۵ سپټمبر ۲۰۱۰

12:10am

د صفا راډیو اداره، جلال آباد