زه یو شاعر یم

زما د خیال په ژبه

د خاموشۍ قلفونه مه اچوه

د قلم څوکه راته مه ماتوه

زما له سوچه زیږیدلی تصویر

په لمبو مه راسېزه

زما د لفظونو دنیا

د تېرو تورو

د بدرنګو تورو

د شور او شر  لپاره جوړه نده

 

شیرین اغا جهانګیر

د صفا راډیو اداره

جلال آباد ننګرهار

۴-۰۸-۲۰۱۰