د زنځیرونو شور

هغه مرید یمه چې پیر مې زړه کې پټ ساتلی

د خپل جانان د مخ تصویر مې زړه کې پټ ساتلی

 

د پښو تل مې د ازغنو لارو تږ ته جوړ دی

پړی د دار شور د زنځیر مې زړه کې پټ ساتلی

 

وخته دا ژبه به ګونګۍ نکړئ ځان مه ستړوه

جنګ ته د خپلو بچو ویر مې زړه کې پټ ساتلی

 

ما عبادت د خپل ضمیر د آینې کړی دی

د فوقیت هر یو توپیر مې زړه کې پټ ساتلی

 

اوس د نیزې د ګذار ټپ مې په سینه کې نشته

د خپل ماضي ویشتلی تیر مې زړه کې پټ ساتلی

 

۰۴-۰۵-۲۰۱۰

شیرین اغا جهانګیر

د هرات لرغونی ښار