ما د ګلونو د رنګو عبادت شروع کړه

د آینو سجدې ته پرېوتمه

د ډیوو پل مې ونیو

شومه ملګری د نغمو د کاروان

لاړم د وريځو سره

لکه د څاڅکو د باران پرېوتم

د یوې وچې دښتې

پر لمبه شوي لمن

زه د یو نور په تلاش

د سرو لمبو غېږې ته پرېوتمه

زه هم لمبه لمبه شوم

ولې خپل هر درد ته مسکی مسکی وم

ځکه چې

راته په سرو لمبو کې

خپل جانان غاړه راکړه

 

شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۲۸-۰۳-۲۰۱۰