د ز ړه اواز که مې يارا نو تر محل لاړ
بس په دې پوه شئ چې ارمان مې ترمنزل لاړ

زه چې دچا مينه کې ګرځم ليونی په بيديا
هغه نا پوه زماګرېوان پورې خندل لا ړ

خير دی جانان به تيروتلی وي اخيربه پوه شي
زاړه ټپونه مې په زړه ناسوريدل لاړ

زه له اغياره ګيله نه کو وم روېباره واوره
زمونږ ترمنځه پټ لوظونه ماتيدل لاړ

زه په اسمان کې دښکلا په نامه ستوري شمېرم
غلي په وريځ کې دلمرمخ ته تيرېدل لاړ

پښتون اشنا غږ دجرس وانه ورېده که څنګه
کاروان يې لار کړله بدله په ځنګل لاړ

لويه کوڅه راباندې تنګه شوه راووتمه
سپي دغماز راته هرلورې غپيدل لاړ

زه يې له مينې نه بې هيلې ګرځيدلی نه يم
په خد متګار باندې خوږ زړونه ژړېدل لاړ