دهجرلويه دښته وه جانان راځني ورک شـــــــــو

کاروان په ټپه ودريده څاروان راځنې ورک شــو

 

دخړې کيږدۍ غيږه کې کوچئ وه لاس ترزنــــې

ويل غرقه مې رمه شوله چوپان راځنې ورک شو

 

دشنه ګودرپه غاړه يوې پېغلې راتـــــــــــــه وويل

منګى مې ډکاوه چې سورپيزوان راځنې ورک شو