وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې
اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې
وار پــــــه وار رژېـــــــږي د بلـبل د مين زړه ارمــــــان
پاڼې وې د گل خو زار لـــــه څوکو د اغـــــزو شولې
خوب وينم کــــه نه شته په کوڅه کې پرونۍ غوغا
يا خو کونــــډې ماتـــــې د مظلوم د زولـــــنو شولې
سترگې د بشر بــــــه ئې ليــدو باندې پښېمانه شي
پورتــــــه کــــه پردې د بشردوستو لـــه پردو شولې
تا لـه مې ساتلي کـــــه راځې د ځنکـــــدن پـــــه ورځ
ملکې مې د مرگ هم پښېمانـــــه لـــه سلگو شولې
لرې ساقي لــــــرې پيالې مــــه کړنگــــــوه نن راتــــه
يادې راتـــــه چاودې شونــــــډې بيا د پرگنو شولې
ومې ژړل هجر کــــــې ماښام نــــــه تر سهار پــــورې
سترگې د فلک مې شرمنده له سترگو سرو شولې
ورځې دې تورتم کـړې اي اسمانه د« متين» په سر
ډېرې دې اوږدې راســــــــــره شپې د تربگنو شولې
اگست ١٠ ٢٠٠٣
کليفورنيا