څلــوريزه - ارواښاد ډاکتر کبير ستورى
چې پښتو دوزخي بولي مخ يې تور دى
په پښتو باندې حرام د دوزخ اور دى
چې دوزخي يې په ويلو جنتي شي
د پښتو ژبې جنت کښې کلى کور دى
16.07.2010
- Pukhtoonkhwa Ghag
پښتانه د پښتونخوا درانه ښاغليد مغولو سېلاب يووړل لکه خليزمانه راپسې توره په لاس ګرځيلکه ما يې چې وي پلار نيکه وژليستا لاسونو ته به هسې خلک ګوريپرهرونه زما نه دي چا ليدلي
عجيبه ده محبوبا غېږه کښې غواړېاو لاسونه دې خپل شاته دي تړلي
ما په دار کړه چې منصور خلکو ته ياد شيمودې وشوې څوک په دار نه دي ختلي...
05.01.2010
- عادل اڅکزی
ذبیح الله احمدزی
پوښتنه مې وکړه څنګه لمونځ نه کوې؟
ويل يې : مشغول ومه
ومې ويل : څه مشغوليت ؤ ترلمانځه هم مهم په داسې حال کې چه دقيامت په ورځ به لومړی حساب دلمانځه وي .
ويې ويل : پوهيږی چه ددنيا مشغوليت ذيات دی نوڅه بايد وشي ؟
ومې ويل :آيا نه پوهيږی چه داسلام اوکفر ترمنځ سرحد لمونځ دی ؟
حديث شريف : بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَة
ويې ويل : مسلمانې يواځی په لمانځه کې نده ،مهمه داده چه دانسان زړه پاک وي ،زه...