د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې یا (IOM) په حواله د روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال له پیله تراوسه لږترلږه ۷۶۰۰۰ افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي.
یاده اداره وایي، په راستانه شوو کډوالو کې یوازې ۳۰۳۲ کډوال له پاکستان څخه راغلي او پاتې ۷۳۳۹۰ کډوال له ایران څخه راستانه شوي.
د دغه ادارې د رسمي شمیرو په اساس په تیره یوه اوونۍ کې یوازې ۲۹۹ کډوال له پاکستانه او ۱۱۲۳۶ له ایرانه راستانه شوي، چې دا د دې څرګندونه کوي چې له ایران څخه د افغان کډوالو راستنیدل مخ په زیاتیدو دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره وایي، له پاکستانه راستنیدونکو ۹۰ سلنه افغان کډوالو سره له راستنیدو وروسته دوی مالي مرستې ترسره کړي. خو په ورته وخت کې د یادې ادارې دغه ډول مرستې بیا له یوازې ۴ سلنه هغه افغان کډوالو سره شوي چې د روان کال په ترڅ کې له ایرانه راستانه شوي.
همداراز د دغه ادارې په وینا، په ۷۸ ځانګړو قضیو کې او همدارنګه په ۴۹ طبي قضیو کې یې هم له ځینو راستنیدونکو افغان کورنیو سره مرستې ترسره کړي.
26.02.2018
- احمدزی
څو ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په رسمي بلنه سعودي عربستان ته سفر وکړ، که څه هم په مشخص ډول ویل کیږي، چې ښاغلی اتمر به د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او ودې، د سولې په بهیر کې د دې هیواد د مرستې د راجلبولو، په سعودي عربستان کې افغان مسافرو د اسانتیاوو د رامنځته کولو او نورو مسائلو په اړه ددې هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري. پدې لنډه لیکنه کې غواړو چې په اسلامي نړۍ کې د سعودي عربستان موقف او په ځانګړي ډول له افغانستان سره یې د دو...
26.02.2018
- ياقوت خان شينواري
ليک ياقوت خان شينواري تېره مياشت مونږ په بيلجيم مرکز برسلز کې د شهيد نقيب الله د فاتحې مراسم نيولي و. د هغو ټولو دوستانو څخه مننه کوو کوم چې دې فاتحې ته راغلي و او يا ېې خپل پيغامونه را لېږلي و. خو د دې فاتحې مراسمو ته يو داسې شخصيت هم راغلی و چې زمونږ په وهم او ګمان کې هم دا خبره نه راتله چې ګني ښاغلی عثمان کاکړ صېب به هم د نقيب الله د شهادت فاتحه د مونږ سره بدرګه کړي. کور ېې اباد . د دې څخه وړاندې مې د ښاغلي عثمان کاکړ نوم اورېدلی و يو څو انټرويوګانې مې د هغه هم ليدلې او اورېدلې وې خو...