کیسه

نظم

په هره ژبه اوس زمونږ د عاشقۍ کیسه ده

ستا د ښایست ده او زما د شاعرۍ کیسه ده

د دوه مئینو ستي زړو د بېوسۍ کیسه ده

د یوې سرپې لېونۍ او لېوني کیسه ده

***

هغه معصوم هغه ماشوم درته یادېږي کنه

چې یې په لاس به مې مدام درته لېږل خطونه

رب دې زمونږ په ژوند کې هغه شېبې بیا راولي

چې به دې مخکې د لوستو نه ښکلول خطونه

آغاز د مینې زمونږ داسې طلايي کیسه ده

د یوې سرپې لېونۍ او لېوني کیسه ده

***

ستا به یادېږي چې غوسه به شوې نو غلې به شوې

ما به زارۍ درته کولې تا به هېڅ نه ویل

ما به ویل یو څه خو ووایه سکوت مه کوه

ما به توبې درته اېستلې تا به هېڅ نه ویل

داسې زمونږ د تېرې ښکلې زنده ګي کیسه ده

د یوې سرپې لېونۍ او لېوني کیسه ده

***

اوس مې په زړه کې ارمانونه غلي ساه ورکوي

اوس مې په زړه کې ځای نیولی د مرګي ملکې

شپه ده، چوپتیا ده، تنهایي ده رانه ساه اخلي

خوب مې لیدلی له اسمانه به راځي ملکې

راشه جانانه زنکدن دی آخري کیسه ده

د یوې سرپې لېونۍ او لېوني کیسه ده

عبدالستار سعادت