د قدم خاپ مې دې ولیده ورټیټ شوم
عبدالستار سعادت
داسې دښتې دي د مینې په دیار کې -
چې هر څوک ورک وي د خپلو پښو غبار کې -
جوړه لمر سره پناه شوې مازیګر و -
جوړه لمر سره راوخېږه سهار کې -
د قدم خاپ مې دې ولیده ورټیټ شوم -
لکه سره زر چې څوک ومومي په لار کې -
د راتلو هیله د نه راتللو وېره -
څومره خوند وي څومره درد وي انتظار کې -
ستا په شونډو تبسم و سعادته -
چېرته یو نیم دروغجن شته په دې ښار کې