غزل

په والله چې دم ساعت مې په زړه تېر شې
داسې حال کې ښکلیه وایه څنګه هېر شې
 
هم د خیال په وسعتونو کې ځای نشې
په یوه ادا کې یاره دومره ډېر شې
 
زه دې وینم هاغه ناست یې د ګل مخ ته
په خندا چې شې نو سم  د ګل په څېر شې
 
ته د حسن عجیبه غوندې مخلوق یې
چاته باز شې چاته مینه کې بیا شېر شې
 
زه به سل زره سجدې د شکر وکړم
د انځرګله که یو ځلې را ګېر شې
 
ستا د مینې انداز بېل ګڼم کماله
چې څوک لاس درکړي نو ته له سر ورتېر شې