دي بې رحمه نظرونه د جانان
هم مشکل شو ديدنونه د جانان
شونډې راکه، د کاسو نه دې زۀ موړ يم
زهر، زهر شرابونه د جانان
چې ويل به يې، زۀ ستا او تۀ زما يې
دروغجن شو قسمونه د جانان
زۀ ساده هلک يې ځان باندې مين کړم
فرېب کار دي ټول نازونه د جانان
سترګې،سترګو ته چې ګوري زړۀ مين شي
او چې ډېر شي مکېزونه د جانان!
ماته يې راکړل ډېر زخمونه پۀ زړګي
لا زياتيږي دا زخمونه د جانان
د وحدت وزير پۀ ژوند کې خوښي نشته
راوريږي تل غمونه د جانان