24.06.2011
- سيدجمال الدين فاطمي
دپکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د (ځوانان په عمل کې) ټولنې له خواد (کرکټ د سولې لۀ پاره) په نوم د جوړ شوي ټورنمټ د کواټر فاينل لومړۍ سيالي د پکتيا پوهنتون او شاهين لوبډلو تر منځ د ٢٠١١ ميلادي کال د جون د مياشتې په ٢٢ نېټه د چهارشنبې په ورځ تر سره شوې.
لومړی پچه پوهنتون لوبډلې وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه، د لوبې په لومړيو کې د پوهنتون لوبډلې لۀ خوا اسماعيل او رحمت ښه ونه ځلېدل خو وروسته د پوهنتون لوبډلې لۀ خوا عناي...
12.07.2011
- سيدجمال الدين فاطمي
د افغان معلولینو او اسیب پذیرو ټولنې (ADVS) له خوا په ننګرهار کې د معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ ټیم روزل شوی دی چې د ټیم ټول غړي معلولیت لرونکي اشخاص دي.
په پام کې ده چې نن غرمه د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۲مه نېټه چې د جولای له ۱۳مې سره سمون خوري نوموړی ټیم د دوستانه سیالیو لپاره د پښتونخوا د پېښور ښار ته روان شي، او د پنځو ورځو لپاره به د پاکستان دمعلولو ځوانانو د کرکټ لوبډلې سره په بېلابېلو د کرکټ سياليو کې برخه واخلي....