هره ورځ او هره شپه ما درنه وژني

پاچا اورې او کۀ نه ؟ ما درنه وژني

ستا لښکرې دي لۀ مونږ نه مرورې

ستا د ژوند په بهانه ما درنه وژني

ولسمشر دې ژوندی وي، دا دروغ دي

دا بدرنګه ترانه ما درنه وژني

زه پښتون يم د پوښتنې مې څوک نشته

زمانې ودرېږه مه ، ما درنه وژني

هو ګټم به دې ميونده که سل وارې

د ملالې داټپه ما درنه وژني