چــــــــــــيــــــــغې وهي د ازادۍ، ازادۍ څۀ، څۀ وايي

د يو غازي داســــــــــتان لۀ پـــــــاره نړۍ څۀ، څۀ وايي

د سور ســــــالو په ښورېدو يې دومره پوه شومه چې :

کړي اشـــــارې لۀ هـــــــــــغې پورې بلۍ څۀ، څۀ وايي

د خــــــولې دې  زار شــــــــــــــمه يوه خبره دوه ځلې کړه

لکه چې پرخه وي رښــــــــتيا پۀ غوټۍ څۀ، څۀ وايي

د پـــــلو لاندې خــــپل همزولو ســـــــــــره داسې وايي

ورشۍ چې هــــــــــــــــغه لېونی، لیونی څۀ، څۀ وايي

د خــــــــــــــــــپل ارمان تر هديرې چې ځمه وايمه چې :

شايد منزل مې وي همدغه وروسـتی  څۀ، څۀ وايي