ګوري چې ژوند يې نور د خپل واک او اختياره وځي
پۀ ښار مين ســــړی زړۀ تنــګی شـــــو له ښــــــاره وځي
ســـــتا د ليدو وعــــــــده د پټـــــو جـــــنــتـــونو وعـــــده
خــــدايه کافــــــر نـــشــــم خــــــــــبـــره تـــــــر انکاره وځي
دې زمانې پــــښـــــــــتون ته لــــــــږه حــــصه هم ور نکړه
چې د نـــــــــــړۍ لــــۀ قـــــافـــــلـــــو ســــــــره پۀ لاره وځي
ټـــــــوله ورځ ناســـــــــت يــمه کاږۀ واږۀ باڼۀ ترې باسم
لکــــــه غـــــلـــبــېل به مې دا زړۀ يو ورځ لۀ کاره وځي
زۀ د يــــو چــــا ليدو ته ټـــولــــــــه ورځــــې لارې څـــارم
د چــــا د لاســـــــه پۀ مـــــــا ټـــــولــــه ورځ وزګاره وځي
د مــــــــيوند دا هـنر د ژوند پۀ بيه خوښ دی چې ستا
وړې وړې نـغمې د شـــــــــونډو لۀ ســـــــــــــيتاره وځي