دا هم منو چې مونږ رڼا نۀ کوو ستوري نۀ يو

خو ستا د مخ د رڼا تاب لرو کمزوري نۀ يو

مونږ هم تر تا در رسېدل غواړو در منډې وهو

مونږ هم پۀ ژوند کې يو هدف لرو بې لوري نۀ يو

اوس چې څوک ښه خبره کړي نو ورته غوږ نيسو مونږ

اوس د پخوا پۀ شان ساده نۀ يو سر زوري نۀ يو

مونږ خو ددې ولس يووالی پۀ هرځای کې غوښتی

پۀ دې خوشاله يو چې دې قام ته مختوري نۀ يو

ای دولت زيه مونږه څومره خواره برخه لرو

پۀ کومه ورځ چې د جانان ديدن را اوري نۀ يو