ســــــــــتا د تلو د ورځې نه بې رنګــــه دی برباد دی

اوس جــــلال اباد هــــــسې پۀ نـــوم جـــلال اباد دی

خدايه ســــــتا جنت ته د تلو لاره څـــومره لرې شوه

هر ســـــــــړی لـــــيدلـــــــو ته لــــېواله د جايداد دی

مورې! دعاګانې ورته وکـــــــړه چې سـرلوړی وي

ســـــــتا بچی خو ستا پۀ دعاګانو باندې ښـاد دی

ګـــــــــــوره باچا! غږ کوو چې مـونږه ازادي غواړو

تا ته خــــــــــــو زمـــــونږه تاريخ پاڼه، پاڼه ياد دی

اوس دې هم ســــــــندرې د هغۀ پۀ نامۀ جوړې دي

اوس دې هم ميوند لکه چې هېر نۀ دی پۀ ياد دی