تو لعنت په هغه چا شــــــــــــــــــه چې د قام سوداګري کا

د پنځـــــــــــو پيسو لۀ پاره د اغيارو نوکـــــــــــــــــري کا

خدايه هسې زوی لوی مه کړې د پښتون په کورنۍ کې

چې لۀ ننګه بې خـــبر وي او دښــــــــــمن پرې باداري کا

 (ارواښاد ملنګ جان)

 

زۀ د جنګ او امن په يو داسې بريد ولاړ يمه

لاس د رقيب خلاص خو خپل ياران را وروي لمبې

 (رحمت شاه سايل)

 

بېلتونه دا خل دې نو عمر دومره لنډ شه چې زۀ!

په لمن اوښکې  وچووم او جانان بېرته راشي .

 (دروېش درانی)

 

ولې مې پۀ ځمکه وطن نۀ درلود؟

دا به پۀ قيامت کې خدای ته وايمه

(اجمل اند)

 

زما د ګل وطن کوڅه، کوڅه لۀ خرو ډکه ده

دا د سړي زامن پکې دانه، دانه خلک دي

(عزت الله ځواب)

 

وه ګهيځه! مړ شې په دې نيمه شپه !

څنګه شوې راجګ په دېوالۀ باندې

حيات الله ګهيځ