نرۍ نرۍ وږمې پۀ مســــــــت طـــــوفان شــــــولې بدلې

زمــــــا خـــــو ټـــولې هـــــيلې پۀ ارمــان شــــــولې بدلې

چې کلـــــه يې رخصت واخيســـت پناه مې شوه نظر نه

قطـــــرې د ســـــترګو يو ځل پۀ طـــوفان شــــولې بدلې

هـــــغه يار چې ښـــادۍ کې مې ښی لاس ؤ روغ رمټ ؤ

خــــو ســـــترګې يې د عـــــصر پۀ دوران شـــــولې بدلې

غـــــمـــــاز د بدنامۍ داغ لـــــګاوۀ پــۀ مــــا او تا خــــــو

دا شـــــکـــــر ارادې يې پۀ خپـــــل زيان شــــــولې بـدلې

زمـــــونږه بــــرکـــــت چې (سـتانيکزيه)  نۀ ده څــــــــۀ ده

دا شـــــاړې ځـمـــــکې نن پۀ ګلســـــــتان شـــــولې بدلې