دســـــــــــــــــتم په ســــــــمندر کې نور ډوبيــــــــــــــــږم

اشـــــــــــــــــــــــنا لاس د مينې راکـــــــړه چی ورکـــيـږم

ســـــــتـا جفـا زما وفاســـــــــــــــــــــره يوځای شــــــــــوه

طــــــــوفانونه جــــــــــــــــــــــوړ وي په هواکـــــــيــــــــږم

ځکــــــــــــــــــــــــه يوخــــــــــوابل خوا زغلــم بې منزلـــه

 ځان ته ناســــــــــــــــــــــــــــــــت يم دالله درته ژړيــــــــږم

چي وصــــــــــــــــال د مينې را دې کـــــــــــړو پخــــپـــله

خدای لپـاره په ملـــــــــــنـډو دې شـــــــــــــــــــرمېـــــــږم

ستا په ياد کې شپه ســـــــــــــــــهار او ورځ بيګاه شي

جنازې د امـــــــــيدونو مي شــــــــــــي پورته نۀ خبرېږم

(خليل وايي د رقيب پۀ اشــــــــــــاره چې دوکه نۀ شې

د بيلتـــــــــــــــــــــــــــــون ټکی چي واورمه لړزيـــــــــږم