سږنی ژمی


سږکال ژمی تود راغی
خلک لا له اوسه نیالګی ږدي
زه په نیالګو پسې ننګرهارته ځم
له جلا ل کوټه یوازې یو نیالګی  راوړم
او هغه به  ستاسو دکور مخې ته ږدم
وايي چې:
ماڼو سوچه بوټی دی او نظر وچوي