وياړ

  abc مې ليکله

سرترپايه څوڅوځله

له سره بيابيا

هغې کله زما ګوتو

کله دکمپيوټر صفحې ته کتل

راته يې په خندا کې ويل

ټول توري دې سم ليکلي خو

يوتوری درنه هير دی

د i توری نشته 

ورته ومې ويل

په Iپسې مه ګرځه

ځکه چې

i له U نه ځارشوی 

د1388لمريزکال د تلې اتمه

کابل وزيرمحمداکبرخان مينه_کابل