وياړ

نن بيا باران وريږي

نن بيا داسمان ټنډه تروه ده

نن بيا دکابل لارو سړکونوکې

خټي اوچيکړې دسړې پښې نيسي

نن بيا باران وريږي

نن بيا باران ستاسو دسيمې

دسړک خواته ونې لمبولي پاکې

نن بيا باران ستاسو دسيمې

پوخ سړک له خاورو دوړو پاک وينځلی

خو

کله به هم داسې باران ونشي

چې ستا يادونه

زما له زړه ووينځي له مخې

د 1388لمريز کال دلړم شپږمه

وزير محمد اکبرخان مينه