عبدالقديم وياړ


ياهو کړه پيره

نن دې ټولې دعاګانې راپيرزوکړه

نن دې دمړو ارواګانې ټولې را وننګوه

هوکړه پيره

چې نن مې بخت ناځوان ملتيا وکړي

پيره

نن مې استخاره ښه ختلې

نن شپه مې خوب کې

ځان بختورليدلی

ځان مې د لويو ملکونوباچا 

ترځان مې ټيټ

شاجهان اوسکندرليدلی

پيره

نن مې اراده ده چې هرڅه

ورته په سپنه ووايم

پيره

زړه مې ګواهي راکوي

چې نه به پکې نه وايي

سه شنبه د1387کال دکب ماشتې6مه

لمرټلويزون