زه کــــــه سپېلنی نه شـــمه ســــتا کلـــه  نظر شـي مــات

جنګ د توتکيو کـــــې د زړه د باز وزر شـــــــي مـــــــات

 

ترنګ د رباب ګړز د ډول او شرنګ د جام ته ځکه مرم

نه دي اورېدلي الله هـــــــــو کـــــې   قلــــندر شــــي مات

 

راشـــــه ساقي  سيند شــــــــــه نور دا لپه لپه مه راځـــــه

لا به هم خمــــــار يي که جامــــــونه په دې سر شـي مات

 

مست د کوچـــــــانۍ مينې ته دا د مميز  لور څــــــــه ده

دې کې که نشه يې نو په لاس کې به ساغر شــــي مات

 

دې افغـــــان ګوګل  کې ډېر تېره غشي پڅ شـــــوي دي

 خامخـــــا د ســـــپين او تورلينګيو به لښکر شي مات

 

ګــــوره ګارګوتي زلفې دې تار پـــــــــــه تار لږ لــــرې کـــــــړه

نه چې دې ځنګل کې مې د خيال د هوسۍ ښکر شي مات

 

٨-١١-١٣٨٧

کابل ښار