تـلـلي وم خپـل وطــن تــه
دآسیا دزړه ښکلي ګلشن ته
ګلونه مړاوي شوي وو
ترخاورولاندي شوي وو
په خوله مي خندا وه
په سترګومي ژړا وه
پس له مودي مي ولیدل خپل خپلــوان
یوي خواته خوشحالي وه بل خواته خپګان
یوي خواته بينظمه آبادي وه
بلي خواته سخته بربادي وه
هیڅ نظم اوترتیب نه وو په کابل کــي
څنګه به جوړشي دتاریخ په درشل کي
جوړیږي هري خواته لوړلوړبلډنګونه
بیت المال شوتالا ډکیــږي جیــبونــه
پلان اونقشه نشـته داڅرنـګه قانـون دي
چوردي هري خواته داڅرنګه ژوندون دي
یعقوب (منګل) ورته ډیرډیرځوریږي
داخاینان به هرومرو ورک او تباه کیږي
یعقوب منګل
27.10.2013
- محمدالله آرین احمدزی
موسيقي د انساني روح د تسلۍ يوه فطري ذريغه ده. د اوبو شڼا د سيند فطري غږ،دمرغانو غږاودبنګړو غږ او هغه څه چې د انساني روح د تسلۍ فطري ذريعه ګڼل کيږي موسيقي بلل کيږي. جاويد او کرن
دا چې د نورو ژبو غوندې پښتو هم د موسيقي خواږه لري د پښتو ادب په ډګر کې څومره ورته کار شوی دی يوه لنډه کتنه به ورته وکړو.
پښتو ادب ته موسيقې له پخوا راغلې ده خو څومره چې پښتوموسيقي وده وکړه د خوږو کيف يې څومره اغېز وکړ دا هغه وخت و کله چې رفيق شينواري د ولسي سندرو هغه لاره م...
09.02.2014
- محمدالله آرین احمدزی
اوس اوس که مو چيرې ټلویزيون ته سر ورښکاره کړی وي بس برښنا ده، سپما ده، اعلانونه دي او که سهار وختي د سړک سر ته را و وزي ټول ښار به ددې شرکت موټرو او مامورينو په سراخيستی وي،
خو که د شپې په ښار کې وګرځې نو بيا به تپه تياره وي او د برښنا اعلان به در ياد شي چې وايي( برښنا د تيارو روښانه کونکې) خو زه له دې اعلان سره ډير موافق نه يم ځکه له کله چې زموږ سيمې...