آشنادي
***
زړه آشنادي٬ځګر آشنـــادي
ستاپه طرف٬زمانظر آشنادي
ته چه غلي غلي ګوري ماته
ددیواله دسیوري شاتــــــــه
ماته ستادمړوسترګوهنرآشنادي
باغونه مي ډیردي لیدلي
له یاده مي ندي وتلـــــي
ماته داناروباغ ستاپه ټټرآشنادي
چه پکښي کیږي دیدنونه
اوپوره کیږي آرمانونــه
ماته ددوومینوهغه ماذدیګرآشنادي
ته چه منګۍ واخلي٬شي روانه
دهمځولو په سرکي خیرامانــــه
ماته ستادمستوخنده ګانوبرګودرآشنادي
ستالیوني میني٬لیوني کړم
داوردپاسه ئ سپیلني کړم
له نظره نشي ماته ستاښکلي بشرآشنادي
زه لکه ملنګ له کوره یم وتلــــــي
کچکول په غاړه ستاکلي ته درغلي
دمیني خیراتخورته ستادکور ورآشنادي
تاچه په توروسترګودې کتلــــــــــې
تل د بڼوغشي د زماپه زړه ویشتلې
یعقوب (منګل) ته ستادداسي جنګ پسمنظرآشنادي
یعقوب منګل
24.12.2012
- محمدالله آرین احمدزی
تصویر د خیال آئینه ده شیبې دژوندانه بدلیږي او د بدلون په دغه لړی کې د انسان ژوند د ماشومتوبه ها تر مرګ دمه پورې د شيبو زیږنده وي او دغه شیبې د انسان په ذهن کې د تصویرونو په شان یو خیال جوړ یږي چې څوکې د خپلې لیدلوري په پر تله دغه تصویرونوته دژوندون د آئینې نوم ورکوي. چاته مینه وګرځي او د خپل معشوق او یا معشوقې تصویر سره په خیالونو کې لوبې کوي او څه هم پیښې وګرځي د ژوندون د ښه او بدوشیبو چې د تصویر په بڼه د ذهن د کتاب په ژورو کې ځای ونيسي چې د وخت او د عمر په تیریدو سره کله نا کله...
20.01.2013
- محمدالله آرین احمدزی
ګلالۍراشه***ستاداخوږي خبري څومره پرماښي لګیــږيلکه په للمو غنموچه بارانونه راوریــــــــږيوه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږيشپه ترسهاره ستاپه یاد کي مي ډیر ژړلـــــيماشوم زړګۍ مي تاراڅخه غواړي نه قراریږيوه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږيستاددیدن په هیله مدام ګر ځمه راګرځـــــمآسمان ته ګورم چه لمر ژرکله ډوبیــــــــږيوه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي...