څو غزلې


غزل
ګرانه هېڅ به مې له لاسه نه ووځې
چې مې داسې له احساسه نه ووځې

د پردو په محبت کې لېونی شوې
د پردو له اختلاسه نه ووځې

سترګو شونډو اننګو ته دې چې ګورم
د ګلونو له جواسه نه ووځې

چې ماښام شي کوڅې ډکې له بلا شي؟
کنه هسې له وسواسه نه ووځې !

د ښکلا اوبه دې سپينې پکې برېښې
د سندرو له ګيلاسه نه ووځې

له هغې که بې خبره ساده راغلې
خو له دې به بې تماسه نه ووځې.

غزل

په زړه مې پورې وورې تار ووت
چې دې له زلفو نه يو تار ووت

نرخونه جګ سودا يې ونه کړله
خالي لاسونه له بازار ووت
مني مرغۍ له ونو وشړلې
په ګوډو ماتو پښو بهار ووت
ځوان د يو څو خولګۍ ډوډۍ په موخه
ټوپک په غاړه له بل کار ووت
ته د اسمان د ښکلا زاڼه راغلې
له کلي کډه شو سنګار ووت
زه پېښوری شو پېښور ته روان
زه په اټک او دی په غار ووت

فکر جابر ته ساده وړی يمه
سر ته يې ګوره په دستار ووت.

غزل

لرې لرې له اسمانه دلته راغلم
ته خبر نه يې جانانه!دلته راغلم

وزر پرانيزه ما پټ که، چې ژر پټ شم
پرېښته يې، له شيطانه دلته راغلم

ما وې تاسې به يو بل خو سره نه خورئ
ښاپيريو له انسانه دلته راغلم

ته خو دلته راپسې يې زماځانه
زه له تانه زماځانه دلته راغلم

نن په خوب کې يو ملګري راته ووې
پس له مرګه پښېمانه دلته راغلم

شکايت به زه ساده له تانه څه کړم
نه پوهېږم چې له چانه دلته راغلم.

نوى پاچا

پاچا راغى د "سرې آسپې" په ګډۍ کې
ځان يې پټ دى د پرديو په شړۍ کې

خپل يې پلي خو سپاره يې ټول پردي دي
په لښکر کې يې څه ښځې څه سړي دي

اعلانونه د انصاف د عدل کېږي
وايي هرڅه به په ناف د عدل کېږي

پاچا راغى پر ګدۍ د پاچا کښېناست
ګدۍ څه چې پر پګړۍ د پاچا کښېناست

چې دربار يې دومره لږ څه برابر کړو
رادعوت يې ټول راعيت په يو خبر کړو

پاچا ونې لومړۍ وغوښتې دربار ته
مشرتوب چې خداى(ج )ورکړى و چنار ته



په دربار کې چنار پور ته شو وينا کړي
چې خبر د قام په حال باندې پاچا کړي

لا تر اوسه چنار سپڼ نه و وهلى
پاچا ووې چې زه ښه يم پوهېدلى

مطلب دا دى چې ته غوږ شه زما وروره
او خبره ډېره نه اوږدوو نوره

موږ راوړى نن په پلان کې زلميتوب دى
وخت راغلى په تا ډېر د بوډاتوب دى

زموږ کار دى چې نيالګي په کار لګيا کړو
په کار پوى د کار سړي په کار لګيا کړو

د کيکر په مشرۍ کې به اوسېږې
چې په مينه هم په عدل وپوهېږې



په دربار کې بيا د ژويو نوبت راغى
په دې ژويو کې پاچا د قوت راغى

مشري که له فطرته د زمري وه
پاچا پټه له ګېدړ سره ياري وه

د پاچا امر په دې ډول څرګند شو
ګيدړ سپين لباس په غاړه راڅرګند شو

مشري شوه د خپل قام د ده پر غاړه
د زمري په ګېډه سپينه توره لاړه


په دربار کې د مرغانو نوبت راغى
د شهباز وجود په رپ د الوت راغى

د ګوزار په اراده شو دا يې ووې
لږ په ځان شو اداره شو بيا يې ووې



وې يې دا څنګه پاچاوپاچاهي ده
عجيبه دموکراسي دپلوماسي ده

د ټپوس په مشرۍ کې نه اوسېږم
زه شهباز يمه آزاد آزاد ګرځېږم

د شهباز پر دې خبره شور ماشور شو
د پاچا په مېلمنو باندې بل اور شو

پاچا غلې خوله نږدې کړه خپل وزير ته
وزير پور ته شولو لومې او زنځيرته

د پاچا په مېلمنو کې يو مېلمه و
ته به وايې د پاچا د کور کوربه و

له وزير نه يې هم لومه زنځير واخيست
له پاچا نه يې هم چل و تدبير واخيست

په خوږه خوږه شهباز ته ورنږدې شو
په پلمه پلمه شهباز ته ورنږدې شو



په ټپوس باندې يې غږ وکړو چې ژرشه
ته مې دوست ته مې ملګرى د هنرشه

د شهباز وزر يې ژر په لومه بندکړل
د ټپوس ياران يې غړي د خپل ګوندکړل


پاچا راغى د "سرې آسپې" په ګډۍ کې
ځان يې پټ دى د پرديو په شړۍ کې

خپل يې پلي خو سپاره يې ټول پردي دي
په لښکر کې يې څه ښځې څه سړي دي

نه پوهېږم چې دا څه ډول پاچادى؟
کار د چا وطن د چا او واک د چادى!