غزل
نن مې بیا خوره دغم رڼا په تورتمونو شوه
مړه مې تلوسې ته په ژړا په تورتمونو شوه
ګورمه ایسار مې د لیمو په قید د اوښکو پل
نن رانه روانه په ادا په تورتمونو شوه
بیا راته د بخت طالب دغم سیپاره وسپړه
ورکه ښاپیرۍ مې د ثنا په تورتمونو شوه
جوړه مې پلمه راته د اوښکې زولنه شوله
لاړه نارواو کې روا په تورتمونو شوه
غچ ته یې د درد چغه یوازې په سلګو شوله
پټه رحیمه پرې د وفا په تورتمونو شوه
17.10.2012
- محمدالله آرین احمدزی
نعیمه غني
د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د درویشتمې غونډې ریپوټ
میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر تیره شنبه د تلې د میاشتې په دوویشتمه نیټه غونډه وکړه آغلې ګل مینه یوسفزۍ د غونډې مشره، میرمن دل افروز ځیرک اوله پکتیا ولایت څخه لیکوال او فرهنګیان هر یوه فرید احمد تسکین، ولي مرجان او عبدالرحمَن ګل سروال په غونډه کې د میلمنو په توګه حضور درلود د غونډې ډيره برخه د پښتونخوا د سوات په سیمه کې په یوې پښتن...
09.11.2012
- محمدالله آرین احمدزی
څوشعرونه څوخبرې ګل ولی شاه ساده حيدرخېل موږ چې په کومه ټولنه کې اوسېږو حتمي به د همهغې ټولنې په رنګ رنګېږو، پيغمر(ص) فرمايي: هرمحفل تاثيرلري. محفلونه په ټولنه کې دايرېږي او محفل چې په کومه ټولنه کې دايرېږي دهمهغه ټولنې اوسيدونکي پکې راټولېږي. د ټولنې له تاثيراتو هېڅ وګړی نه شي پاتې کېدلی د ارواپوهنې پوهان په دې برخه کې ډېر ښه منطقي مثال وړاندې کوي: دخړو غرونو مرغان او نور ژوي ځکه خړ وي چې چاپېريال يې خړ وي او د شنو هغه ځکه رنګارنګ وي چې چاپېريال يې رنګ...