غزل
یوه دغم بړبوکئ تیره شوه اوس بله راځي
خدایه ګناه زمونږه څه دی دلته څله راځي ؟

زه دافغان دې فلسفې ته حق حیران پاتی یم
چي هرڅه وبایلي نو عقل ورله هله راځي

موږته هرڅوک سره یو شوي موږ جداجدا یو
دلته غمونه که راځي نو هم په ډله راځي

زما دزړه په کلادومره زلزلې تېري دي
اوس ترې یرېږم که طوفان او که خځله راځي

هاغه چي موږ غواړو په دې لورې به کله راځي
هاغه چي نه غواړو هغه دلته په خپله راځي

دا عزرایېل هم له رقیب سره ملګری ښکارې
دلته مرګونه که راځي هم بې اجله راځي

ډیر ځورولی به دنیا وي چي ښېرې کړي سید
یوه يي پوره نه وې په خوله يي ورته بله راځي
سیدشاه خروټی جرمني