غزل


درده ته دوا شه درمان مه غواړه
مینې ته رسوا شه ارمان مه غواړه


شعره د الهام په توپانونو کې
جوړ شه یو غزل خو جانان مه غواړه


عشقه د جنون په سرحدونو کې
ورک شه له خپل ځانه ایمان مه غواړه


وسیزه د زړه غوښې مې وسیزه
اوره دې لمبو ته جلان مه غواړه


نن چې رحیمه شمیري د اوښکو پل
نورې د وصاله هجران مه غواړه