غزل

بشرمل ناصر

ولويدم نيستۍ په غيږ کې ستا را سره کرکه شوه

ما ته به دې ځار وايه خو دا مينه دې ورکه شوه

نن هغه انسان دی چې په لاس کې څه دولت لري

دا د انصاف تله په دنيا کې دومره سپکه شوه

ماته يې اغزي راوړو، خزان راته ميلمه شولی

نن د پسرلي هوا بدله بیرته ځکه شوه

واړه خلک مخامخ سودا د قرابت کوي

زړونو کې د ښکلو مينه خدایه بې درکه شوه

ته د ملغلرو سوداګر نه يې چې وياړ کوې

ته بې کاره شی يې ستا کيسه ورته بې ټکه شوه

ته يې بشرمله  مسافر څوک دې پوښتنه کړي

نن د هر وګړي ځکه ستا په سر نيوکه شوه

کلات۲۵/۲/۲۰۱۲