شیبه ، کلونه 
سمه ده چې په ما دې د ځان درنښت نه لوریږي د زړه له تله درنه بښنه غواړم ...
خو ښه یې ویلي ”مینه په شیبو کیږي هیرول یې کلونه غواړي“...
زه هم چې د دې جملې د لارویانو تر اغیز لاندې یم تر هیرولو دې کیداي شي په څو څو ځله ، آن سل ځله ، آن زر ځله په تیروتنې درته ووایم چې مینه در سره لرم ...
خو تر هغې مې بښه چې پوره مې نه یې هیره شوې...
*********************
صفي الله ستانکزی
2011-10-05