نوى غزل 

ډېر پريشان درپسې بېرته راغى
طالبه ځان درپسې بېرته راغى

له تا خپه و خو شيبه نه کيده
دغه انسان درپسې بېرته راغى

عشقه چې ستا سترګې پرې نه ډکيدې
هغه باران درپسې بېرته راغى

په ليونتوب يې ارتقا نه کيده
څيرې ګرېوان درپسې بېرته راغى

‎‎طالبه تا چې درلوده له ځانه
هغه ګومان درپسې بېرته راغى

طالب منګل