د روژې مياشت ده ګرانې
---------------------
څوک عبادت ، څوک به طاعت او خپل لمونځونه کوي
څوک روژې نيسي څوک نفلونه کوي
څوک هم بښنې ته عذرونه کوي
*** خو هلته ليرې
د همدې نړۍ په ليرې ګوټ کې
له کومه ځايه چې ځلاند ښايسته لمر راخيژي
**** او بيا بيګاه سپينه سپوږمۍ
له ښکلو ستورو سره خلکو ته سترګې ټومبي
*** يو نيم سړی به پيدا کيږي لکه ما ليونی
چې نه روژه نه عبادت او نه نفلونه کوي
*** خو ستا د ښکلو غزليزو سترګو
په هر ځل ياد کې به لوي خداي يادوي
نو ته اوس خپله وايه
چې ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی...
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
صفي الله ستانکزی