شاعر: ملک الشعرا هوارګل (هوارمل)

 

چې دا دال او دا لوبيا وي زر به مړ شم

چې د سپو دغه غپا وي زر به مړ شم

 

چې په ليکه قرضداران راته ولاړ وي

که زما دغه تنخا وي زر به مړ شم

 

خوله دې بنده د حلوا په مړۍ ښه ده

که حلوا کې مربا وي زر به مړ شم

 

چې هر څه په کې ښکاره له خلکو غواړي

که هنر ته دا ښکنځا وي زر به مړ شم

 

ته خو مړ يې په ژوندينې هوار مله

که په دېګ کې دې هوا وي زر به مړ شم.