غزل

د غــــزلو انقلاب و او تــــه نـــــه وې
په وجود کې مې خوناب و او ته نه وې

په کې کمې وې د ستا غزالې سترګې
ما له ځان سره حساب و او ته نه وې

د خپل روح انځور مې کښلى و يواځې
پــــه تبلو کې مې تناب و او ته نه وې

اننـګي دې کړل ښکاره لــــه لوپټې نه
د خــوږو شــاتو دريـاب او تـه نه وې

طالب منګل