جهاني ته

ستا له سوزه او شوره ډکه ترانه مې تر غوږو شوه
زمونږ دپت اود میړانې افسانه مې تر غوږو شوه

زه دې وینم زه پوهیږم چې په روح دې اور بلیږي
په هلمند او په ارغند کې ستا دزړه وینې بهیږي

دقلم تر خوله دې ووځي دایوب میوندۍ کړیکې
یونا څاپه دې په زړه کې په څپوڅپوشي څړیکې

حماسې دې دپلرونو دقلم څوکې ته ناڅي
له هر تورې نه دشعر دې دملالې وینې څاڅي

ته چې وخوځوې شونډې دغیرت چیغې ترې ووځي
چې قلم ته ګوتې وروړې دهمت چیغې ترې ووځي

ځکه سیوري دشملو کې روږدی شوی يې تر نن نه
په خپل دین او په خپل واک کې رالوی شوی يې تر نن نه

ته چې اوس هم د خوځون او دپاڅون شعرونه وايې
په تیارو کې هم دنوي سباوون شعرونه وايې

ستا همدا دین او غیرت يې تل په سترګو کې غړیږي
داچې زمونږ په دښمنۍ کې دښمنان سره یو کیږي

مخور دلر اوبر مو راته وژني ټول په ګډه
دي لګیا چې کړي بې لا رې زمونږ نوی کول په ګډه

که يې زمول پرون عراق کړ نن لګیا دي په لیبیا کې
دا چې ته ترې ټکوې سر لوټ او چور کړي په دنیا کې

دوی چې وویني سره غوښه چې په تن دچاوي پاته
ورته یو لکه لیوان شي پسي ځغلي شاته شاته

ټول عالم يې تما شا کړي پکې ښخي چې کړي داړې
که يې پورته تر اسمانه هم شي کوکې او رمباړې

خو تش غم دګورګین نه دی نه یرغل دفرنګ ژاړم
هاغه ناست ورسره زمونږه تربوران يې تر څنګ ژاړم

ها منکر له خپله نومه دپردو چې ګوډاګیان شول
نوري پولې يې کړې ورانې تش دژبې بندګان شول

دامنم درسره یاره ستا میوند نشي نیولی
هیڅوک هم په سر دځمکې ستا مړوند نشي نیولی

ستا دجنګ له سمندره توپاني بیړۍ به ووځي
له ټټر نه دغلیم به ستاد عزم ګولۍ و وځي

ننګرهار به دې خپلواک شي قندهار به دې ازاد شي
یو غلام به کډه وکړي ترې نه پاک به دې هیواد شي

خو ویریږم چې به بیا کړو تش ددین او قام خیرې
ثمره به د پردو شي مونږ به خورو په سر ډبرې

وي میدان به مونږ ګټلی خو فاتح دجنګ به بل وي
جوړ به يې بیا راته په مېنه پرونۍ غوندې غوبل وي

له تارخ نه به وتلې زمونږ دتورو نشانې وي
ځای په ځای به پکې ذ کر چا دستر ایران کیسې وي

خدای دې وکړي چې شاعره زما ویره هسې خیال شي
ستا دسوز دا ترانه دازادۍ دناوې خال شي

ډاکتر حسن-لندن