غزل 

ګوتې مې واهه په پرهارونو کې

تويه شي نشه په پرهارونو کې


سستې رڼاګانې چې ناسور نه شي

ښکل مې کړه ډيوه په پرهارونو کې


ښار ته د سندرو زما داغ وجود

راشي جنازه په پرهارونو کې


اوښکې پاڼې،پاڼې په کې وچې دي

اوسي لوپټه په پرهارونو کې


دا د تصويرونو جينکۍ ګوره

ساتي آئينه په پرهارونو کې


هغه يو طالب چې له تا لرې دى

تيره يې شي شپه په پرهارونو کې


طالب منګل