غزل

لا هم شته دي څو سړي په دې وطن کې

څو سرونه معنوي په دې وطن کې

له جګړې نه پوره نه شوه ای پښتونه

لا هم شته ده زنده ګي په دې وطن کې

نور راځۍ قلم ته لاس کړو علم زده کړو

شته خبرې ضروري په دې وطن کې

یو شو لوستی اوس پوهیږي ښه په ډيرو

موږ تباه شو سمدستي په دې وطن کې

راځۍ راشی اوس دوران د انټرنیټ دی

لاهم شته څو ښونځي په دې وطن کې

چې نه درد وي نه بمبار وي لویه خدایه

غواړو سوله ورور ولي په دې وطن کې

ارین ناست وي لاس تر زنې یو څه لیکي

څو را ویښ ویده بچي شي دې وطن کې