زه به څه کړم 
تا خو مينه په زړه بار کړه زه به څه کړم
اوس دې بند په نري تار کړه زه به څه کړم

په زړګي مې دخزان سيلۍ راغلي
تور بلبل که کډه بار کړه زه به څه کړم

په بڼو به دې جارو د نظر ګرد کړم
تا که لاره په بل لار کړه زه به څه کړم

اوس مې کسئ د رڼو سترګو کړې ياره
که تا مينه داغيار کړه زه به څه کړم

زرکې بلې کړې د مينې ډيوې سر کښې
غړوندئ دې اوس د دار کړه زه به څه کړم